پکتيا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې د WTF تکواندو ۲۶ ورزشکارانو ته روزنيز سمینار ترسره شو
د پکتيا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د WTF تکواندو فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې د WTF تکواندو ۲۶ ورزشکارانو ته روزنيز سمینار ترسره شو.
دغه سمینار د پکتيا ولايت د WTF تکواندو د پومسې سبک استادانو سيد نظير جان هاشمي او احسان الله ذهین لخوا ترسره شو، چې یوه ورځ یې دوام وکړ او ګډون کوونکو ورزشکارانو ته د کمربندوونو د ارتقأ په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل شول
