د کابل لیګ د B ګروپ د فوټبال ټیمونو د لوبې پایلی

د کابل لیګ د B ګروپ د فوټبال ټیمونو د لوبې پایلی تمیم هیبت
د فوټبال د ب ګروپ ، چې د شنبې په ورځ د لیندی په اوومه د غازي لوبغالي په شنه میدان کې تر سره شوې، د سباوون لوبډلې د امید درخشان سره سیالي وکړه، چې د سباوون په ګټه د ۳ - ۰ په توپیر پای ته ورسېده. د دې ګروپ په دویمه لوبه کې د سپهر لوبډلې له کوهدامن سره سیالي وکړه، چې کوهدامن ته یې په ۳ ۔ ۰ ماتې ورکړه.
د ستاره سرخ ټیم به نن دوشنبه د لیندی په اتمه په ب ګروپ کې له مخابراتو سره مخامخ شي او په بله لوبه کې به د برېښنا شرکت ټیم له توحید سره مخامخ شي.