غزني؛ ناور ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
Tue, Oct 14 2025 5:19 PM
غزني؛ ناور ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدارسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ناور ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ په امتیازي ډول ترسره شوې، چې په پایله کې برادران لوبډلې د ۱۶ امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی او ستارګان لوبډلې د ۱۵ امیتازونو په ترلاسه کولو سره بیا درېیم مقام خپل کړ.

د یادو سیالیو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د غزني ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS