بلخ؛ شورتپه ولسوالۍ کې د ۸۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شورتپه ولسوالۍ کې د ۸۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د لس جوړو لوبې مساوي شوې او ۳۰ کورشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره خپلې کړې.
دا سیالۍ کورش ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.