غور؛ مرکز فیروز کوه ښار کې د غور غرختنې ۱۱ کسیزه لوبډله د سیاه کوه غرونو ته وختله

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د غرختنې ملي فدارسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز فیروز کوه ښار کې د غورغرختنې ۱۱ کسیزه لوبډله د سیاه کوه غرونو ته وختله.
یاده لوبډله د سیاه کوه غرونو ۳۶۰۰ متري په واټن لوړې څوکې ته وختله او موخه یې د ورزشکارانو جسمي ظرفیت لوړول او د غرختنې فرهنګ دودول و، چې دوې ورځې او یوه شپه یې دوام وکړ.