خوست کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د لکڼو اجمل لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې اجمل لوبډلې د ۳۱ پر ۲۸ نمرو په توپیر خپلې سیالې افسرخان لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفریح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې دوې میاشتې یې دوام وکړ.