بلخ؛ دولت اباد ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د قرقین لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په مرسته او د دولت اباد ولسوالۍ ورزشي مسؤل له لوري په یادې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د قرقین لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې قرقین لوبډلې خپلې سیالې قزلایاق لوبډلې ته د ۱/۰ میدان په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه والیبال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې یوه شپه یې دوام وکړ.