غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د والیبال لیګ د لومان احمد ستارګان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېده
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د جاغوري لومان والیبال اتحاد لیګ ورزشي کمېټې له لوري په یادې ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال لیګ د ستارګان احمد لومان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېده.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې ستارګان احمد لومان والیبال لوبډلې خپلې سیالې همبستګي سنګجوي لومان لوبډلې ته د ۳/۱ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
په دغو سیالیو کې سجاد حکیمي غوره شوټر، رحمت الله یعقوبي غوره پاسټر، رضا اکبري غوره سانټر او مصطفی محمدي ځوان لوبغاړی وپېژندل شو.
د یادو سیالیو موخه د والیبال لوبو ته وده ورکول او د غوره لوبغاړو موندل و، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.
