خیبر ولي څنګه له کريډېټ پلورلو تر نولس کلنو لوبډلې راورسېد؟

Afzal-af
Mon, Dec 06 2021 12:30 PM
خیبر ولي څنګه له کريډېټ پلورلو تر نولس کلنو لوبډلې راورسېد؟

خیبر ولي هغه لوبغاړی دی چې ملي لوبډلې ته د رسېدو په هيله اتهه کاله د جلال اباد ښار د کرکټ په ميدانونو کې ولوبېد.

نوموړي به د ورځې د دې ولایت په میدانونو کې په کرکټ ځان ستړی کړ او د شپې به يې د سړک پر سر د مبایل کريډېټ کارتونه پلورل.

هغه د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د کنډي باغ کلي اوسېدونکی دی او اوس مهال ٍيې د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې اسیايي جام سیالو کې د ګډون لپاره لار موندلې.

نوموړی وايي: هیله لري چې د ا فغانستان کرکټ ملي لوبډلې ته لار پیدا کړي، هغه زیاتوي چې ملي لوبډلې ته د لار موندولو او له کرکټ سره لېونۍ مينې دې ته اړایستی و چې د ورځې کرکټ وکړي او خپلې کورنۍ ته د نفقې برابرولو لپاره د سړک پر سر کريډېټ وپلوريٍ.

د نوموړي په خبره اوس مهال چې د ۱۹ کلنو لوبډلې سره یوځای شوی دې ډېر خوښ دی او خپله هڅه به کوي چې ځان د هيواد تر ملي لوبډلې ورسوي.

د ۱۹کلنو اسیايي جام سیالۍ به د روانې ډسمبر میاشتې په ۱۹مه په متحده عربي اماراتو کې پیل شي. په دې اسیايي جام کې د افغانستان په ګډون د هندوستان، پاکستان، سرېلانکا، بنګله‌دېش، کویټ، نيپال او د متحده عربي اماراتو لوبډلې ګډون کوي.

هېره دې نه وي چې له اسیا جام وروسته د افغان ۱۹کلنو لوبډله ویسټ انډیز ته ځي او د ۱۹کلنو په نړیوال جام کې ګډون کوي چې افغان ۱۹ کلنه لوبډله د نړیوال جام په C ګروپ کې له پاکستان، زمبابوې او پي.این.جي سره لوبې لري.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS