کندز؛ چهاردرې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د چهاردرې ولسوالۍ په عيسی خېلو سيمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د خان زاخېل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبه کې خان زاخېل لوبډلې خپلې سيالې چهاردرې ولسوالۍ منتخبې لوبډلې ته د ۲۵ پر ۲۰ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
د يادو سياليو موخه د واليبال لوبې ته وده ورکول و، چې يوه شپه يې دوام وکړ.
