بدخشان؛ مرکز فیض اباد ښار کې د ۲۰۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وشوې
د بدخشان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د وزلوبې، نېزه وهلو او دودیزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت له مرکز او ولسوالیو د ۲۰۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالې پای ته ورسېدې، چې څلور ورځې به دوام وکړي.
د دغو سیالیو په پایله کې ګلبدین پهلوان لومړی، غلام خدایي پهلوان دویم او ګلبدین تاشقرغاني پهلوان بیا درېیم مقام خپل کړ.
د یادو سیالیو موخه د وزلوبې ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو هڅول و؛ د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
