ننگرهار؛ سرخرود ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سرخرود ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه د زيات ساتونکو او ملي بالا باغ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه ملي بالا باغ لوبډلې وگټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۷۱ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې زيارت ساتونکو لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۹۵ منډې وکړې او لوبه يې د ۷۶ منډو په توپير وبايلله.
د ويلو وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا يوه نيمه مياشت دوام وکړي.
