هرات کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنیس سیالۍ ترسره شوې
د هرات ولایت د بدنی روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ، د بدن ښکلا او فټنیس ملي فداراسیون د استازولۍ له لوري د دې ولایت په پینځمه ناحیه کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د مرح،وم شه،ید ضیاءالحق ضیاء جام په نوم د بدن ښکلا او فټنیس سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو کلبونو څخه ورزشکارانو په څلورو کټګوریو (نویوځوانانو، ځوانانو، لویانو او معلولینو) په دوو برخو باډي بلډینګ او سپورټ فزیک کې ګډون کړی و.
دغه سیالۍ د بدن ښکلا او فټنیس ورزش ته د ودې او پرمختګ او ورزش ته د ځوانانو د هڅونې په موخه ترسره شوې.
