د کابل د فوټبال فدراسیون د B ګروپ د لوبو په لړ کې د رفاه او داوودزي لوبډلې پای لوبې ته لار پیداکڔه.
پنجشنبه ۲۵ لیندۍ ۱۴۰۰
سمیر هیبت
دغه لوبې چې دوه مياشتې مخکې ترسره شوې وې پرون هم دوه لوبو سره یې دوام پیدا کړ چې داوود زي ټيم وکولاي شول چې اميد درخشان ته ٤-٢ د پنالټي په مټ ماتې ورکړي او د رفاه ټيم وتوانيد چې د پنالټي په وسيله ٤-٢ د سباوون ټيم ته ماتې ورکړي او پای لوبې ته لار ومومي.
د يادونې ده، چې دغه لوبې دوه مياشتې وړاندې په غازي لوبغالي کې په څلورو ګروپونو کې د ٢٩ لوبډلو په ګډون پيل شوې وې.
