هلمند؛ مرکزي لېسې لوبډلې د اميد جام په نوم د فوټبال سياليو اتلولي وگټله
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ او د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د گرمسېر ولسوالۍ په هزار جفت حوزه کې د لسو لوبډلو ترمنځ د"اميد جام" په نوم د فوټبال گروپي سيالۍ د مرکزي لېسې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې مرکزي لېسې لوبډلې خپلې سيالې نويو اتلانو لوبډلې ته د ۲ پر صفر گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.
د يادونې وړ ده، چې دغو سياليو شاوخوا يوه مياشت دوام وکړ.
