بامیان کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې
د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ، چې دوې اوونۍ مخکې پيل شوې وې د بند امیر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې بند امیر لوبډلې خپلې سیالې عقابان مرکز لوبډلې ته د ۱/۰ ګول په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د بامیان فوټبال منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل و؛ د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
