بادغیس کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د فوټبال لومړی درجه ليګ پای ته ورسېده
د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د فوټبال لومړی درجه ليګ سيالۍ، چې څوارلس اوونۍ مخکې پیل شوې وې د شاهين لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پایله کې شاهین لوبډلې د ۳۴ امتيازونو په ترلاسه کولو لومړی او پيمان لوبډلې د ۳۲ امتيازونو په ترلاسه کولو سره بيا دويم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه د بادغيس فوټبال غوره لیګ ته د غوره لوبډلې موندل و، د سياليو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
