کندز کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال الف درجه ليګ پای ته ورسېده
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال الف درجه ليګ سيالۍ، چې ۴۵ ورځې مخکې پیل شوې وې د جوانان شایان لوبډلې په اتلولۍ پای ته پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې جوانان شایان لوبډلې خپلې سیالې جوانان ارمان لوبډلې ته د ۵/۳ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د غوره لوبډلې ټاکل و، د سياليو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
