پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې
پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ او د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو په لومړۍ لوبه کې خندار ب کلب خپل سيال سرحدي کلب ته د ۳ پر ۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.
دا سيالۍ د دويمې درجې لوبډلو د لا ښه والي په موخه ترسره کېږي، چې شاوخوا ۲۰ ورځې دوام وکړي.
