کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د کورش سيالۍ وشوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ په ایسکي سیمه کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيمه ييزې آزادې سيالۍ وشوې.
د يادو سياليو په پايله کې ۲۵ تنو پهلوانانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
دا سيالۍ ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او د يادې ولسوالۍ وگړو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
