عباس کریمي د آمریکا پاراسویمینګ کې د سپینو زرو مډال وګاټه

عباس کریمي د متحده ایالاتو د پاراسویمینګ د لامبو وهلو سیالۍ کې په پروانه سټایل د ۵۰ متره واټن په وهلو د سیالۍ په لومړۍ ورځ د سپینو زرو مډال وګاټه.
د دې سیالیو پر دوام به عباس کریمي نن په ۵۰ متر کرال پشت او ۵۰ متر آزاد سټایل او سبا به په ۱۰۰ متر آزاد سټایل کې له خپلو سیالانو سره سیالي وکړي.
دا سيالۍ د ډسمبر په ۱۷مه د شمالي کارولینا په ګریني ښار کې پیل شوي چې د همدې میاشتې تر ۱۹ نېټې به دوام وکړي.