کندز کې د ۶۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون له لوري د ياد ولايت په مرکزي لوبغالي کې د چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې.
په يادو سياليو کې پر کندز ولایت سربيره له قرغزستان هېواد څخه ۲ تنو چاپندازانو گډون کړی وو، چې په پايله يو اخراوالاق ترسره شو، دغه اخراوالاق گل محمد پهلوان تر حلالې دایرې ورسوه او ځانگړو چمتو شويو ډاليو گټونکي شو.
دا سيالۍ راتلونکو ملي لوبو لپاره د لا ښه چمتوالي او ښاريانو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
