کابل؛ د ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق د MDC روغتيايي مرکز له مسؤل سره وليدل

org2_admin
Sun, Dec 14 2025 4:32 PM
کابل؛ د ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق د MDC روغتيايي مرکز له مسؤل سره وليدل

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق د MDC روغتيايي مرکز مسؤل ډاکټر بلال حکيمي او مل پلاوي سره وليدل او له ورزشکارانو سره په صحي برخه کې يې د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.

په دغه ليدنه کې د هیواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ، هېوادوالو ته د دوی د روغتيايي خدمتونو پر وړاندې کولو خوښي وښوده او د هېواد ورزش ادارې د کارکونکو او ورزشکارانو په اړه يې معلومات ورکړل.

دغه راز د MDC روغتيايي مرکز مسؤل ډاکټر بلال حکيمي د خپلو فعاليتونو ترڅنګ وويل، دا چې موږ له بېلابېلو بنسټونو سره په صحي برخه کې د همکارۍ تړونونه لرو، نو ومو غوښتل خپلو ورزشکارانو ته هم په صحي برخه کې خدمت وکړو او يو تړون ولرو.

د دې ليدنې په پای کې په دې پرېکړه وشوه، چې په راتلونکې کې به د دواړو لورو ترمنځ د ګډې همکارۍ يو تړون لاسليک شي، چې له مخې به يې د هېواد ورزش ادارې اړوند کارکوونکو او ورزشکارانو ته صحي خدمات په تخفيف سره وړاندې کېږي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS