بدخشان؛ مرکز فيض اباد کې ۱۸۰ ورزشکارانو ته د فکري روزنې سيمينار پای ته ورسېده
د بدخشان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او د ورزش ادارې د دعوت او ارشاد رياست له لوري د ياد ولايت په مرکز فيض اباد کې ۱۸۰ ورزشکارانو ته د اسلامي فکري روزنې لومړی پړاو سيمينار پای ته ورسېده.
ياد سيمينار اسلامي فکرونو ته د ودې ورکولو، په اسلام کې د ورزش د اهميت او د ورزش د عمومي ګټو او منکراتو په موخه ترسره شو، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.
