هلمند؛ ګرمسیر ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د آريانا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د آريانا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې آريانا لوبډلې د ٤ پر ٢ ګولونو په توپیر خپلې سیالې سرحدي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ.
