کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې چې یوه شپه یې دوام وکړ، په پای کې یې ٢٥ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
