فاریاب کې د فوټسال د همدلۍ جام سیالیو پای
سه شنبه، لېندۍ ۳۰، ۱۴۰۰
نعیم پرهېز
فاریاب ولایت کې د لوبغاړو د هڅونې په موخه د همدلۍ جام جوړې شوې سیالۍ چې د لړم میاشتې په لسمه نېټه د ۱۶ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې د عقاب فاریاب لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.
د دې سیالیو په پای لوبه کې عقاب فاریاب، فوتسالیست لوبډلې ته ۴څلور د ۳درې پر وړاندې ماتې ورکړه او د دې سیالیو اتلولي یې په خپل نوم کړه.
د دې ولایت د ورزشي مسولینو او استادانو له لوري یادو لوبډلو ته، ستاینلیکونه، مډالونه او جایزې هم ورکړل شوې.
دغه راز طالب شاه د غوره لوبغاړي، شیر محمد د غوره ګول ساتونکي، رحمان الله رحماني او طاهر کوهي د ۱۵_۱۵ ګولونو په وهلو سره د دې جام د غوره ګول وهونکو په نوم ونومول شول.
