بلخ کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې
د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د دې ولايت په حيرتان ښارگوټي کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيمه ييزې آزادې سيالۍ وشوې.
د يادو سياليو په پايله کې د ۱۵ جوړو لوبې مساوي او ۳۰ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
دا سيالۍ کورش سيمه ييزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه وشوې، چې يوه شپه يې دوام وکړ.
