پکتیا؛ څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې
د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۲۰ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
