بغلان؛ مرکز پلخمري ښار کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ب ليګ سيالۍ پای ته ورسېدې
د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پلخمري ښار کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ب غوره ليګ سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې موج ساحل لوبډلې خپلې سيالې ميهن ځوانانو لوبډلې ته د ۳/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د غوره لوبغاړو موندل و، چې يوه مياشت يې دوام وکړ.
