لوگر؛ چرخ ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې
د لوګر ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د چرخ ولسوالۍ په جمشېد ورزشي جمنازيوم کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې شش ستاره چرخ لوبډلې خپلې سیالې نبرد چرخ لوبډلې ته د ۴/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې دوې مياشتې يې دوام وکړ.
