هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې درې اوونۍ به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې هلال لوبډلې د ۴ پر ۳ ګولونو په توپیر خپلې سیالې هېواد اتلانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
