ننګرهار؛ دور بابا ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په دور بابا ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې سلیماني لوبډلې له خپل ۸۷ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۹ منډو په توپیر یې خپلې سیالې توت ناو لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
