ننګرهار کې د پهلوانۍ سیالیو پای

شنبه، مرغومی ۴، ۱۴۰۰
ننګرهار کې د بدني روزنې او ورزش ریاست او پهلوانۍ فدراسیون په چوکاټ کې د دې ولایت د پهلوانۍ د لسو کلبونو او لغمان ولایت څخه ۱۸۰ پهلوانانو ګډون کړی و.
دا لوبې د دې ولایت د جلال اباد ښار د فوټبال فدراسیون په سټيډيوم کې پیل د تېرې چهارشنبې په ورځ پیل شوې وې نن پای ته ورسېدې.
د دې لوبو د پای په غونډه کې د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش رئيس نوراحمد حبیبي، دفدراسیونونو مشرانو، ورزشکارانو، استادانو او همدارنګه د ورزش ګڼ شمېر مينوالو ګډون درلود.
د دې سیالیو د پای لوبې مراسمو کې د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش رئيس لوبغاړي وهڅول او له دوی سره يې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.