هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د بریا ستورو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې بریا ستورو لوبډلې له خپل ۱۷۴ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۲۸ منډو په توپیر یې خپلې سیالې شفق ورونو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې بوختیا په موخه ترسره شوې، چې درې اوونۍ یې دوام وکړ.
