جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
Sat, Feb 07 2026 9:17 PM
جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د رویال اف سي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبې ته د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او ولایتي مسوولینو ګډون کړی وو، چې په پایلوبه کې رویال اف سي لوبډلې خپلې سیالې قلعه حجري لوبډلې ته د ۴/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

یادې سیالۍ د خان ارا جمنازیوم په کوربه‌توب ترسره شوې او موخه یې د لوبغاړو ورزشي روحیه پیاوړي کول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې ۲۷ ورځې یې دوام وکړ.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS