غزني؛ قره باغ ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال نهم پړاو سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
Fri, Feb 20 2026 12:59 PM
غزني؛ قره باغ ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال نهم پړاو سيالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د قره باغ يووالي جام په نوم د فوټسال نهم پړاو سیالۍ د حصار نای لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې حصار نای لوبډلې خپلې سیالې اصغر لوبډلې ته د ۲/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د ځوانانو او د لوبغاړو ترمنځ يووالی رامنځته کول او له نشه يي توکو څخه يې لېري والی و، د سياليو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS