کابل؛ د رزمي ورزشونو فدراسيون ۹۰ روزونکو ته د اسلامي روزنې درې ورځنی روزنيز سمينار پيل شو

org_admin
Mon, Mar 16 2026 9:00 AM
کابل؛ د رزمي ورزشونو فدراسيون ۹۰ روزونکو ته د اسلامي روزنې درې ورځنی روزنيز سمينار پيل شو

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د رزمي ورزشونو ملي فدراسيون له لوري د کابل ولايت ۹۰ روزونکو ته د «اسلامي روزنې» تر عنوان لاندې درې ورځنی روزنيز سمينار د المپيک ملي کمېټې د غونډو په تالار کې پيل شو.

په دغه سمينار کې به د رزمي ورزشونو د فني او مسلکي مرستيال استاد شاکر صابري له لوري برخه اخیستونکو روزونکو او استادانو ته د اسلام له نظره د روزنې اصول او د روزونکو او استادانو د مسؤلیتونو موضوعات په بشپړ ډول تشريح شي.

د دې سمينار د پيل پر مهال د هېواد ورزش ادارې د المپيکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري، خوښې وښوده، چې په دغه ډول برنامه کې چې د هېواد د ورزش د ودې او پرمختګ لپاره گټوره ده، گډون کوي او زیاته يې کړه، چې استادان او روزونکي بايد د خپلو شاگردانو په تربيه کې زيات کوښښ وکړي او د خپلو شاگردانو د روزنې پر مهال ټول اړخونه په نظر کې ونیسي، تر څو په راتلونکي کې دغه ورزشکار د ټولنې د خدمت مصدر وګرځي.

د ويلو ده، چې ياد سمينار د روزونکو په اسلامي روحیې د سمبالښت او د اسلام له نظره د روزنې پر اصولو د پوهیدو په موخه د هېواد د ورزش ادارې د المپيکي چارو رئیس داد محمد پاينده اختري، د رزمي ورزشونو رئيس استاد عبدالواسع قیومي او استادانو په شتون کې پيل شو، چې په پيل کې يې د قرآن عظيم الشان ختم هم ترسره شو.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS