د وزلوبې ملي لوبډلې په کوکپر نړۍوالو سیالیو کې درېیم مقام خپل کړ

org_admin
Sun, Mar 22 2026 8:37 AM
د وزلوبې ملي لوبډلې په کوکپر نړۍوالو سیالیو کې درېیم مقام خپل کړ

د افغانستان وزلوبې ملي لوبډلې د وزلوبې کوکپر نړۍوالو سیالیو کې، چې د قزاقستان په کوربه توب د نهو هېوادونو ترمنځ ترسره شوې؛ درېیم مقام خپل کړ.

په دغو سیالیو کې افغانستان، قزاقستان، ترکیې، منگولیا، روسیې، چین، مجارستان، ازبکستان او تاجیکستان هېوادونو ګډون کړی و، چې افغانستان په B ګروپ کې له مغولستان، مجارستان‌او روسیې سره لوبې وکړې.

افغان ملي لوبډلې په ګروپي سیالیو کې مجارستان ته ١٤ پر صفر، مغولستان ٧ پر صفر او روسیې ته ۵ پر صفر ماتې ورکړې او د دغو سیالیو نیمه پایلوبې ته یې لار ومونده، خو په نیمه پایلوبه کې یې له ازبکستان څخه ٤ پر ٢ ماتې وخوړه او له مخکې تګ څخه پاتې شوه. مګر افغان لوبډلې د درېیم مقام پر سر روسیې ته د ٦ پر صفر نمرو په توپیر ماتې ورکړه او په یادو سیالیو کې یې درېیم مقام خپل کړ.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS