غزني؛ اندړ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په اندړ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې نواباد لوبډلې خپلې سیالې اتحاد میري لوبډلې ته د ۵/۴ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د خلکو ترمنځ یووالی رامنځته کول، د کوچني اختر نمانځل او له نشه یي توکو څخه د ځوانانو لېري والی دی، چې یوه میاشت به دوام وکړي.
