تخار؛ هزار سموچ ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ پای ته ورسېدې
د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په هزار سموچ ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پایله کې سميع پهلوان، اسماعیل پهلوان، صحبت پهلوان، ذکر پهلوان او شمس پهلوان تر نورو ښه وځلېدل او د ډاليو ګټونکي شول.
د يادو سياليو موخه د کوچني اختر نمانځل و، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.
