فوټبال ملي لوبډلې له میانمار څخه ماته وخوړه
د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۷ اسیا جام فوټبال سیالیو ته د لار موندنې پړاو کې له میانمار څخه د ۲ ـ ۱ ګولونو په توپیر ماته وخوړه.
په دغه سیالۍ کې امید پوپلزي د افغانستان په ګټه يوازينی گول ترسره کړ.
افغان فوټبال ملي لوبډله به خپله راتلونکې سیالۍ د سوریې پر وړاندې په سعودي عربستان کې ترسره کړي.
