کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ ترسره شوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او د قلعه زال ولسوالۍ ورزشي کمېټې او کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د یادې ولسوالۍ په چهار ګل تپه کې د هېواد د شمال ولایتونو د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ ترسره شوې.
د دغو سياليو په پایله کې ۵۰ کورشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او د ډاليو ګټونکي شول.
د يادو سياليو موخه دوديزو لوبو ته وده ورکول او خلکو ته سالمه تفرېح برابرول و، چې يوه شپه يې دوام وکړ.
