د فوټبال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډلې له ترکمنستان سره لوبه مساوي کړه
له ۱۷ کلونو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې د منځنۍ اسیا ۲۰۲۶ اتلولي سیالیو خپله دویمه لوبه له ترکمنستان سره ٠ - ٠ مساوي کړه.
افغان ملي لوبډله به خپله درېیمه لوبه کې راتلونکې پنجشنبه د ازبکستان پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
یادې سیالۍ د ازبکستان په کوربه توب په پلازمېنه تاشکند ښار کې د پنځه هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې پر ۵مه پیل شوي او تر ۱۴مې به دوام وکړی.
