بادغیس؛ قادس ولسوالۍ کې د وحدت دوستۍ جام په نوم د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
Mon, Apr 13 2026 10:48 AM
بادغیس؛ قادس ولسوالۍ کې د وحدت دوستۍ جام په نوم د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قادس ولسوالۍ کې د وحدت دوستۍ جام په نوم د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د اریانا لنګر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې اریانا لنګر لوبډلې خپلې سیالې خراسان نيزاب لوبډلې ته د ۳/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د بادغیس ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول او د فوټبال لوبو ته وده ورکول و، د سياليو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS