کابل کې د پنځو ولایتونو ترمنځ د رزمي لوبو د کيک جيتسو سبک سيالۍ پيل شوې

org_admin
Mon, Apr 13 2026 9:54 PM
کابل کې د پنځو ولایتونو ترمنځ د رزمي لوبو د کيک جيتسو سبک سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د پسرلني جام په نوم د پنځو ولایتونو کابل، کاپيسا، پروان، لوګر او ميدان وردګ د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو د کيک جيتسو سبک تشويقي سيالۍ پیل شوې.

دغه سيالۍ به د تنکيو ځوانانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري او له ۲۰ څخه تر ۸۰ کيلو ګرام وزني کټګوريو کې ترسره شي، چې په پايله کې به غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شي.

د يادو سياليو موخه رزمي لوبو ته د ځوانانو هڅول دي، چې دوې ورځې به دوام وکړي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS