هرات کې د فوټبال سي طلایي توپ پنځم پړاو جشنواره وشوه

org_admin
Wed, Apr 15 2026 9:03 PM
هرات کې د فوټبال سي طلایي توپ پنځم پړاو جشنواره وشوه

په هرات کې د فوټبال سي طلایي توپ پنځم پړاو جشنواره د فوټبال سي میډیا له خوا د هرات ولایت د فوټبال فدارسیون په همکارۍ په هېواد کې د ۲۰۲۵ کال غوره فوټبال لوبغاړي، ځوان لوبغاړي، ګول وهونکي، لوبڅار او روزونکي د ټاکلو او ستایلو جشنواره وشوه.

په دغه جشنواره کې د ورزش ادارې او فوټبال فدراسیون فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ په خپلو خبرو کې خوښي وښوده او دا ډول پرګرامونه یې د ورزشکارانو په تشویق کې مهم وبلل. ترڅنګ یې له خپل اړخ څخه ډاډ څرګند کړ، چې د ورزش اداره به د تل په څېر له ورزشکارانو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي او کوښښ به کوي، چې د افغانستان ورزش له نړۍ او سیمې سره سیال کړي.

یادو مراسمو کې د ملي لوبډلې لوبغاړی عليرضا پناهي د کال غوره لوبغاړی، د هرات سرخ پوشان خوافي لوبډلې روزونکی قاري یوسف مهندس زاده د کال غوره روزونکی، د سرخ پوشان خوافي ځوان لوبغاړی یاسر ساپی د کال ځوان غوره لوبغاړی او د سرخ پوشان خوافي ګول ساتونکی فیصل حمیدي د کال غوره ګول ساتونکی و نومول شو.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS