بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د ۱۱۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ۱۱۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پایله کې د ۱۵ جوړو لوبې مساوي او ۴۰ پهلوانانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
