زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د ٢٧ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ وشوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پانکریشن فدراسیون د استازولۍ له لوري، د زابل ولايت په مرکز قلات ښار کې د دوو کلبونو د ورزشکارانو ترمنځ د پانکريشن سيالۍ وشوې.
دغه سيالۍ چې يوه ورځ يې دوام وکړ د نويو ځوانانو او ځوانانو په عمري کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې د عبدالناصر کلب په بريا پای ته ورسېدې.
