د فوټبال تر شلو کلونو کم عمره لوبډلې خپله وروستۍ لوبه مساوي کړه
د فوټبال تر شلو کلونو کم عمره ملي لوبډلې د مرکزي اسیا فوټبال اتلولي سیالیو کې خپله وروستۍ لوبه قرغیزستان سره صفر - صفر مساوي کړه.
دغې لوبډلې خپلې لومړۍ درې لوبې د ترکمنستان،ازبکستان او تاجکستان لوبډلو وړاندې بایلودې.
یادې سیالۍ د تاجکستان په کوربه توب په پلازمېنه دوشنبه ښار کې د روانې میلادي میاشتې پر ١٢مه پیل شوي او د همدې میاشتې تر ١٩مې به دوام وکړي.
